لوی اختر

د لوی اختر د را رسېدو له امله په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي، د مبارکۍ پیغام! اېران مېشتو درنو افغان کډوالو! زه او زما ټول درانه همکاران، اېران مېشتو درنو افغان کډوالو او دغه راز د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر د رارسېدو له امله مبارکي وایو.هیله لرو چې دغه لوی اختر، په هېواد کې د سولې پیغام راوړونکی، د تلپاتې اوربند او تلپاتې سولې ټینګښت لامل شي او له جګړې ستړي هېوادوال دې په دې برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.په دغو مبارکو ورځو کې، چې هېواد له پردۍ تحمیل شوې جګړې او د کرونا وبا له خورېدو سره مخ دی، د مسلمانانو د یوالي سېمبول، یعنې د لوی اختر لمانځل یو ځل بیا موږ سولې، ورورولۍ، عاطفې او برابرۍ ته دعوتوي.درنو او پتمنو هېوادوالو!اېران مېشتي درانه افغان کډوال زموږ د ملت مهمه برخه ده؛ په دې مهمو او حساسو تاریخي شرایطو کې دې له پوره هوښیارتیا، ژور احساس، وطن‎دوستۍ او د ملي یوالي په روحیه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په یو واحد صف کې ودرېږي او د تروریزم او افراطیت پر وړاندې دې نړۍوالو ته ذهنیت ورکړي.تاسو پوهېږئ چې له بده مرغه لا تر اوسه د کرونا وبا خورېدل د ټول بشریت لپاره ستره ننګونه ده، له دې امله له ټولو هېوادوالو هیله لرو، چې د لوی اختر په ورځو کې له راټولېدنو او غیر ضروري تګ ـ راتګ څخه ډډه وکړي او روغتیايي لارښوونې دې په پام کې ونیسي.یو ځل بیا د لوی اختر د رارسېدو له امله تاسو ټولو درنو هېوادوالو ته مبارکي وایو، له خوښیو او نېکمرغیو ډک اختر درته غواړو.په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی،څېړنوال عبدالغفور لېوال

You may also like...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *