د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو، چې د افغان کډالو فرهنګي څېره، نامتو شاعر او لیکوال، استاد محمد سرور رجایي په اېران اسلامي جمهوریت کې د کرونا ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
انالله وانا الیه راجعون
په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت، د ارواښاد رجایي مړینه د افغانستان کلتور او ادبیاتو لپاره ستره ضایعه ګڼي. د ستر څښتن تعالی په دربار کې ارواښاد ته فردوس جنت؛ کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته یې د زغم او صبر هیله کوي

You may also like...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *