د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په۲۵مه نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت
د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په۲۵مه نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال، د اکو اقتصادي همکاریو سازمان د قضایي همغږیو پروژې مدیریت، د توریزم چارو مرستیال ښاغلي سفیر جاندوس آسانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.په پیل کې ښاغلي لېوال، ښاغلي آسانوف ته د ښه راغلاست تر څنګ د اکو سازمان په ملاتړ د تدوین شويو پروژو د عملي کولو په منظور پر دوه اړخیزو مرستو ټینګار وکړ.همدا راز ښاغلي آسانوف، افغانستان د منځنۍ آسيا دروازه وګڼله او په افغانستان کې یې د اقتصادي پروژو پلي کول د سیمه ییزو هېوادونو په ګټه وګڼل او له افغانستان څخه یې د دغه سازمان ټینګ ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ.
وروستۍ څرگندونې