د اېران اسلامي جمهوریت د ښوونې او روزنې وزیر سره د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال،

د اېران اسلامي جمهوریت د ښوونې او روزنې وزیر سره د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال، ډاکټر سردار محمد رحیمي کتنهد ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په ۲۵مه نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال، ښاغلي ډاکټر سردار محمد رحیمي په ملتیا د اېران اسلامي جمهوریت د ښوونې او روزنې وزیر، ښاغلي محسن حاجي میرزایي سره وکتل.په دغه کتنه کې ډاکټر رحیمي د بې اقامې افغان ماشومانو د نوم لیکنې په اړه د اېران اسلامي جمهوریت د رهبر دستور له امله مننه وکړه او دا کار یې د افغان کډوالو ماشومانو د ښوونې او روزنې په بهیر کې یو نوی فصل وګڼه. د پوهنې وزارت مرستیال هیله مندي څرګنده کړه چې د دغه وزارت د همکاریو په پایله کې د هغو کسانو د نوم لیکنې مسئله چې تحصیلي پاڼه یې نه ده تر لاسه کړې په ځانګړي ډول د لومړي ټولګيو جدیدالشمولو زده کوونکو او همدا راز د کډوالو ځانګړو ښوونځیو فعالیت جواز مسئله حل شوه. د اېران اسلامي جمهوریت د پوهنې وزیر، ښاغلي محسن حاجي میرزایي، زموږ د هېواد چارواکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په افغانستان کې د وروستیو پېښو له امله د شهید شویو زده کوونکو د شهادت له امله خواشیني وښوده. نوموړي وویل چې موږ د نوم لیکنې او روزنې په برخه کې محدودیت نه لرو او که چېرې ستونزه هم موجوده وي د نورو وزارتونو په مرسته به یې حل کړو. نوموړي ټینګار وکړ، چې د اېران اسلامي جمهوریت افغان زده کړیالانو لپاره هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي او پرته له توپیر څخه افغان ماشومان د اېراني زده کوونکو ترڅنګ زده کړې کوي. د اېران پوهنې وزیر د دواړو هېوادونو د پوهنې وزارتونو ترمنځ د یوه هوکړه لیک د وروستي کېدو او لاسلیک ډاډ ورکړ. په دې کتنه کې د پوهنې وزارت سلاکار، ښاغلي محبوب شاه فقیري او پوهنې اتشې، سید علي حسیني هم حضور درلود.

You may also like...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *