له افغان کډوالو ورزشکارانو او ورزشي فعالانو سره د افغانستان ورزشي بنسټونو عالي رتبه پلاوي کتنهد ۱۴۰۰ لمريز کال
له افغان کډوالو ورزشکارانو او ورزشي فعالانو سره د افغانستان ورزشي بنسټونو عالي رتبه پلاوي کتنهد ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرګولي په ۱۳مه نېټه د افغانستان د بدني روزنې ادارې رييس او د المپيک ملي کمېټې منتخب رييس، ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي، چې د لوړپوړي ورزشي پلاوي په مشرۍ اېران اسلامي جمهوريت ته په څو ورځني سفر راغلی و؛ په اېران کې يې له افغان کډوالو ورزشکارانو او ورزشي فعالانو سره وليدل. په نوموړي پروګرام کې، چې په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفارت له لوري جوړ شوی و، په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوري لوی سفير او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال وينا وکړه، له افغان کډوالو ورزشکارانو سره يې د سفارت پر ملاتړ، د ورزشکارانو ستونزو د حل په برخه کې د سفارت پر هڅو، له دغو ورزشکارانو سره د افغانستان د ورزشي بنسټونو د ملاتړ پر اړتيا او د کډوالو ورزشي فعالانو پر يووالي او پيوستون ټينګار وکړ. له هغې وروسته د سفارت فرهنګې اتشې، ښاغلي شفیق شرق، په اېران کې د افغان کډوالو ورزشکارانو ستونزې او دغه راز ګډونوالو خپل نظریات او پوښتنې د افغانستان له لوړ پوړي ورزشي پلاوي سره شریکې کړې.د افغانستان د بدني روزنې، ورزش او د المپک ملي کمېټې مشر، ښاغلي ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي د سفارت او د پروګرام د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د افغانستان د ورزش او شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل، د کډوالو ورزشکارانو پر ونډې او ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي د کډوالو ورزشکارانو یوالی مهم وباله او د ورزشکارانو د استازو پر انتخابي کېدو، د ورزشي اړیکو پر پراخېدو، د اصلاحاتو پر راوستو او پر سیستم جوړونې یې ټينګار وکړ. په پای کې ښاغلي رحیمي کډوالو ورزشکارانو ته د افغانستان د ورزشي بنسټونو په استازیتوب د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
وروستۍ څرگندونې