اېران ته د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس او د المپیک ملي کمېټې رییس سفر د ۱۴۰۰
اېران ته د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس او د المپیک ملي کمېټې رییس سفر د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په ۸ مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د بدني روزنې او ورزش عمومي عمومي رییس، ښاغلی ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي او د ملي المپیک کمېټې رییس د یو لوړ پوړي ورزشي پلاوي په مشرۍ د اېران اسلامي جمهوریت د المپیک ملي کمېټې رییس په بلنه په پنځه ورځني سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او د ورزشي مرستو په موخه تهران ته راغلی دی. د اېران اسلامي جمهوریت د المپیک ملي کمېټې له رییس او نورو مسوولینو سره لیدنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاریو د تړون لاسلیک، د اېران د روزشی فدراسیونونو له مشرانو سره لیدنه، د اېران د والیبال فدراسیون له مشر سره لیدنه، له هندبال فدراسیون څخه لیدنه، د اېران اسلامي جمهوریت د المپیک له ملي اکاډمۍ لیدنه او د دې اکاډمۍ له مسوولینو او مشر سره لیدنه د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې مشر، ښاغلي حفیظ الله ولي رحیمي او مل پلاوي د سفر هغه پروګرامونه دي چې تر اوسه ترسره شوي دي.
وروستۍ څرگندونې