په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د زده کړیالانو مسوول، ښاغلي عبدالستار دولتي په هېوا

په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د زده کړیالانو مسوول، ښاغلي عبدالستار دولتي په هېواد کې د وروستیو په ځانکړي توګه د کابل د سید الشهداء ښوونځي او لوګر پل علم پېښو شهیدانو ته د درناوي په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د آزاد اسلامي پوهنتون( تهران څانګې) افغان زده کړیالانو استازو له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه. ښاغلي دولتي په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په استازیتوب د اېران اسلامي جمهوریت له غمرازۍ مننه وکړه او تروریستي پېښې چې د ګڼ شمېر هېوادوالو د شهادت لامل شوي دي په کلکه وغندلې.په یادو مراسمو کې د آزاد اسلامي پوهنتون یو شمېر مسوولینو، د افغان کډوالو یو شمېر استازو او زده کړیالانو د روغتیایي پاملرنو په پام کې نیولو سره ګډون کړی وو.

You may also like...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *