په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفير او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال

په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفير او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال د دغې نمايندګي له ډيپلوماټانو سره يو ځای، نن پنج شنبې، د ۱۴۰۰ لمريز کال د غويي په ۲۳مه نېټه د زرګونو افغان کډوالو تر څنګ، د روغتيايي پروتوکولونو په پام کې نيولو سره د کوچني اختر لمونځ ادا کړ. په پيل کې د افغان کډوالو په استازيتوب څو تنو عالمانو او شخصيتونو د روژې مبارکې مياشتې پر فضيلتونو او د مسلمانانو پر يووالي خبرې وکړې او د ټولو شهيدانو سپېڅلو ارواحو ته په ځانګړي توګه د کابل د سيد الشهداء او د لوګر د پل علم پېښو شهيدانو سپېڅلو ارواحو ته یې دعا وکړه. له هغې وروسته ښاغلي لېوال د افغانستان اسلامي جمهوریت، جمهور رييس، جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني؛ بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي محمد حنیف اتمر او په ټوله کې د دولت او د افغان ولس په استازیتوب د کوچنی اختر په مناسبت اېران مېشتو ټولو کډوالو ته مبارکي وویله او په هېواد کې یې د تل پاتې او باعزته سولې ټينګښت او هېواد ته د کډوالو بېرته ستنېدو هیله وکړه. ښاغلي لېوال دخپلو خبرو په بهير کې په هېواد کې د ترهګرو ډلو تروریستي اعمال په کلکه وغندل او د هېواد له امنیتي ځواکونو سره یې د خلکو دزیاتې مرستې غوښتنه وکړه.

You may also like...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *