څېړنوال عبدالغفور لېوال د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړی استازی
د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۷مه نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړی استازی، څېړنوال عبدالغفور لېوال د فارس ولایت ته ولاړ او شېراز مېشتو افغان کډوالو سره یې وکتل.په دغه لیدنه کې ښاغلي لېوال کډوالو چارو ته د رسیدګۍ په اړه د سفارت اقداماتو او په شېراز ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش مرکز پرانیستلو په اړه خبرې وکړې او د شېراز مېشتو افغان کډوالو ستونزې یې واورېدې.
وروستۍ څرگندونې