د افغان کډوالو مېرمنو والیبال ټیم
د افغان کډوالو مېرمنو والیبال ټیم هرکلی په اېران کې د افغان کډوالو مېرمنو والیبال ټیم د کابل په یو لړ سیالیو کې تر ګډون او اتلولۍ مقام ګټلو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۹مه نېټه تهران ته راستون شو. په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په استازیتوب؛ مستشار، محمد زمان نورستاني او فرهنګي اتشې، ښاغلي شفیق شرق د ګلانو ګېډۍ په ډالۍ نوموړي ټیم ته د تهران امام خمیني نړۍوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل او د لاسته راوړنو له امله یې ورته مبارکي وویله.
وروستۍ څرگندونې