د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي
د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري په ۱۸مه نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي څېړنوال عبدالغفور لېوال د اېران په فارس ولایت کې د خپلو لیدنو په دوام، د فارس ولایت د کډوالو چارو او بهرنیو اتباعو له عمومي مدیر، ښاغلي علاالدین کراماتي سره وکتل. په دې لیدنه کې افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپانو وېش په تخنیکي چارو په تفصیل خبرې وشوې. په پایله کې وټاکل شوه چې په نږدې راتلونکي کې به په هغه ولایت کې افغان کډوالو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر پیل شي.
وروستۍ څرگندونې